خوست
د رضاکارانو ظرفیت لوړاوې د افغاني سرې میاشتې له اساسي اهدافو څخه دی، په همدې موخه د ربیع الثاني په ۲۵مه د افغاني سرې میاشتې لومړنیو روغتیایې مرستو ټرینرانو له لورې د خوست ولایت په سپیرې ولسوالۍ کې ۲۰ تنه رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیایي مرستو درى ورځنى ورکشاپ سرته ورسید. نوموړو رضاکارانو یاد ورکشاپ مهم وباله او د درس د میتود څخه یې رضایت او خوښي وښوده.