بلخ؛ د کار په بدل کې ۲۲۴ کاریګرو ته ۳ میلیونه او ۸۷۰ زره افغانۍ ووېشل شوې
شنبه، ۲۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د دولت آباد ولسوالۍ د خیر آباد سیمې ۲۲۴ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳ میلیونه او ۸۷۰ زره افغانۍ ووېشل شوې.
د پروژې له مخې هر مسلکي کاریګر ته ۳۰ زره او هر غیر مسلکي کاریګر ته ۱۵ زره افغانۍ ورکړل شوې.
یاده پروژه د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ د یوې میاشتې په موده کې پلې شوه، چې په ترڅ کې یې ۲۲۴ تنو کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه.
په دې پروژه کې ۷۴۰ متره سنګ کاري، د څلور کیلو متره کانالونو او ویالو پاکول او د یوه پلچک جوړول شامل وو، چې شاوخوا ۱۶ زره جریبه ځمکه به پرې خړوبه شي.
د دغې پروژې موخه د سیمې خلکو ته د کار زمینه برابرول، د اوبو لارو د وضعیت ښه کول او د کرنیزو ځمکو د اوبو لګولو اسانتیا برابرول وو.
