بدخشان کې ۵۰۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د مرستو ویش پیل شو!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۴ - ۲۰:۲۳
بدخشان کې ۵۰۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د مرستو ویش پیل شو!

د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۵۰۰ کورنیو ته د مرستو ویش پرون د مرغومي پر ۱۳مه په یاده ولسوالۍ کې ۲۱۷ کورنیو ته د مرستو پر ویش پیل شو.

په یاده مرسته کې ۸ قلمه مواد شامل دي، چې په کې ۱۰۰ کیلو اوړه، ۴۹ کیلو وریژې، ۱۴ کیلو لوبیا، ۱۰ کیلو بوره، ۴ کیلو مالګه، ۲ کیلو چای، دوه قطعۍ B۵ بسکوټ او ۲۰ لیتره غوړي شتون لري.

ټاکل شوې پاتې ۲۸۳ کورنیو ته به نن یاده مرسته وویشل شي. د بدخشان ولایت له وردوج ولسوالۍ وروسته به د یمګان ولسوالۍ ۵۰۰ جنګ ځپلو، وچکالۍ ځپلو او بې ځایه شویو اړمنو کورنیو ته هم یاده مرسته وویشل شي.

 

بدخشان کې ۵۰۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د مرستو ویش پیل شو!

 

بدخشان کې ۵۰۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د مرستو ویش پیل شو!

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۰:۸
Background image

Uruzgan: Comprehensive Health Services Provided to Thousands of Patients

Saturday, July 19, 2026

 

Over the past 30 days, medical staff of the ARCS have provided healthcare services to 2,045 patients across various districts and villages of Uruzgan. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۰:۴
Background image

ارزګان؛ زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

یکشنبه، ۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ارزګان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۴۵ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۵:۲۴
Background image

سرپل او جوزجان کې ۸۰۰ اړمنو او راستنو شویو کورنیو ته ۱۶ ټنه لوبیا ووېشل شوه

شنبه، ۳ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري ۴۰۰ اړمنو او له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته په سرپل او ۴۰۰ کورنیو ته په جوزجان ولایت کې د خوراکي مرستو په لړ کې ۱۶ ټنه لوبیا. . .

BACK TO NEWS