افغاني سرې میاشتې او د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ پر همغږۍ خبرې وکړې

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۴:۴۹
افغاني سرې میاشتې او د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ پر همغږۍ خبرې وکړې

چهارشنبه،  ۸ رمضان ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د مشر ښاغلي حسام فیصل ترمنځ له ګاونډیو هېوادونو د تازه راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل او هغوی ته د بشري مرستو برابرولو په موخه د همغږۍ ناسته وشوه.
ناسته کې راستنېدونکو کډوالو ته د بېړنیو مرستو، لنډمهاله سرپناه، روغتیايي خدمتونو او خوراکي توکو د برابرولو پر څرنګوالي مفصل بحث وشو.
 دواړو لورو ټینګار وکړ چې د کډوالو د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره به ګډې هڅې لا پیاوړې کړي او د مرستو د راجلبولو په برخه کې به همغږي زیاته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کابل او هرات کې د افغاني سرې مياشتې پر ملکيتونو د ۱۵ کلنې پانګونې داوطلبۍ ترسره شوې

پنجشنبه، ٩ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې مياشتې په مرکزي دفتر کې د کابل او هرات ولايتونو د اړوندو ملکيتونو د ۱۵ کلنې پانګونې لپاره د داوطلبۍ درې جلا ناستې ترسره شوې.
ياد ملکيتونه په کابل کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۳
Background image

باميان؛ د څه باندې ۶ زره ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

پنجشنبه، ٩ رمضان ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د باميان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٤٩١ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۷:۳۲
Background image

زابل کې ۶۰۰ اړمنو کورنیو ته د روژې په مناسبت د خُرما مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۸ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د زابل ولایت د مرکز قلات ښار د بېلابېلو ناحیو پر ۶۰۰ بېوزلو او اړمنو کورنیو ۲.۶ ټنه خُرما ووېشله.
دغه مرسته چې د روژې په مناسبت ترسره شوه، موخه. . .

BACK TO NEWS