ارزګان ولایت کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو په موخه دوه میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۲۱:۲۳
خبر

ارزګان ولایت کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو په موخه دوه میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه!

نن شنبه د رمضان د میاشتې پر ۱۵مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د نړیوال فدراسیون په مالي همکارۍ د ارزګان ولایت د ترینکوټ ښار اړونده سیمو او د دهراود ولسوالۍ پر ۱۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو په موخه په دوهم پړاو کې په ټولیز ډول دوه ميلیونه (۲،۰۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته ۲۰،۰۰۰ افعانۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۶:۲۲
Background image

کونړ کې پر ۱۵۸ زلزله ځپلو کورنیو د غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۱۰ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ اړوند د زلزله ځپلو لپاره په جوړ شوي پنډغالي کې پر ۱۵۸ کورنیو د بشري لاسنیوي په موخه ۲ قلمه د غیر خوراکي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۲:۵۲
Background image

د واورې ورښت؛ پروان کې زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۱۰ شعبان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالۍ په یخدرې سیمه کې د واورې د ورښت له امله یوې زیانمنې کورنۍ سره ۴ قلمه غیر خوراکي مرسته وکړه، چې په کې ۱ خېمه، ۶. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۵۶
Background image

بدخشان؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

پنجشنبه، ١٠ شعبان ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د بدخشان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٤٢٧ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS