اداري ظرفیت لوړونه؛ د افغاني سرې میاشتې سل تنو کارکوونکو ته ښوونیز ورکشاپونه پای ته ورسېدل

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۴:۵۸
اداري ظرفیت لوړونه؛ د افغاني سرې میاشتې سل تنو کارکوونکو ته ښوونیز ورکشاپونه پای ته ورسېدل

چهارشنبه، ۹ شعبان ۱۴۴۷
 د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د کارکوونکو چارو ریاست په نوښت د دې ادارې ۱۰۰ تنو کارکوونکو ته په ۱۰ پړاوونو کې د اداري مراسلاتو تر عنوان لاندې د لومړۍ دورې ښوونیز ورکشاپونه د تصدیق پاڼو په وېش، پای ته ورسېدل.
په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د نوموړي سلاکارانو، د مرکزي دفتر یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو شتون درلود. 
ناستې ته د وينا پر مهال عمومي رئیس اداري مراسلات د یوې ادارې د پرمختګ، نظم او اغېزمن فعالیت لپاره بنسټیز اصل وباله او زیاته یې کړه، چې پر اصولو ولاړ مراسلات نه يوازې د وخت د سپما لپاره مهم دي، بلکې د ادارې اعتبار هم ورسره لوړېږي. نوموړي له کارکوونکو وغوښتل؛ څو له ترلاسه کړو زده کړو څخه په ورځنیو چارو کې ګټه واخلي او له فرصت څخه په استفادې خپل مهارتونه لا ډېر کړي. 
ورپسې د کارکوونکو چارو ریاست رئیس ښاغلي مولوي شفیق الله امیني د ترسره شوو ښوونیزو ورکشاپونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې دغو ورکشاپونو کې د کارکوونکو ظرفیت لوړونې په موخه هغوی ته د رسمي لیکنو، مکتوبونو، لارښوونو او اداري اصولو په اړه د مسلکي روزونکو له لوري اړینې زده کړې ورکړل شوې؛ څو وکولای شي خپلې ورځينۍ چارې د ټاکل شوو اصولو له مخې پر مخ يوسي او د ورته ښوونیزو پروګرامونو د دوام ډاډ یې څرګند کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۵:۴
Background image

د ورښتونو زیانمنو ته بېړنی ملاتړ؛ هرات کې ۲ کورنیو نغدي مرسته تر لاسه کړه

چهارشنبه، ۹ شعبان ۱۴۴۷
د سختو بارانونو د ورښت له امله د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ اړوند د شیدایي او ابو الولید سیمو له ۲ زیانمنو شوو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري نغدي مرسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۴:۵۸
Background image

اداري ظرفیت لوړونه؛ د افغاني سرې میاشتې سل تنو کارکوونکو ته ښوونیز ورکشاپونه پای ته ورسېدل

چهارشنبه، ۹ شعبان ۱۴۴۷
 د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د کارکوونکو چارو ریاست په نوښت د دې ادارې ۱۰۰ تنو کارکوونکو ته په ۱۰ پړاوونو کې د اداري مراسلاتو تر عنوان لاندې د لومړۍ دورې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۴:۲۸
Background image

نورستان؛ له ۴۶۰ اړمنو کورنیو سره د ۱۰ ټنو په اندازه خوراکي مرسته وشوه

چهارشنبه، ۹ شعبان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د نورستان ولایت، نورګرام ولسوالۍ کې له ۴۶۰ اړمنو او بېوزله کورنیو سره ۱۰.۱۲۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته وکړه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۲۲ کیلو. . .

BACK TO NEWS