پکتیکا کې له ۶ داخلي بېځایه شوو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه
پنجشنبه، ۱۳ جمادی الآخره ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په مرغه سیمه کې له ۶ داخلي بېځایه شوو کورنیو سره د بېړني لاسنیوي په موخه ۴ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وکړه، چې هرې کورنۍ ته ۵ کمپلې، ۱ ترپال، ۱ د پخلنځي د توکو سیټ او ۲ د اوبو بوشکې ورکړل شوې.
همدا راز، د یادو کورنیو له جملې یوې کورنۍ ته ۱ خېمه هم ورکړل شوه.
