د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستیال، سکرترجنرال او سکرترجنرال د مرستیالانو پیژندغونډه!

arcs_website_admin
Sun, May 23 2021 9:32 PM
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستیال، سکرترجنرال او سکرترجنرال د مرستیالانو پیژندغونډه!

ښاغلی نقیب الله سالارزی، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د عمومي ریاست د مرستیال، ښاغلی ډاکتر محمد نبي برهان، په اجرایوي چارو کې د عمومي ریاست سرپرست مرستیال( سکرترجنرال)، ښاغلي محمد طیب یوسفزی، په حمایوي او ښاغلي نوروزعلي علیزاده په عملیاتي چارو کې د سکرترجنرال د مرستیالانو په توګه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست رېیسې آغلې دوکتور نیلاب مبارز له لوري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې معرفي شول.
پیژندغونډه نن یک شنبه د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر دوهمه نیټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست رېیسې آغلې دوکتور نیلاب مبارز، د ملي ټولنې مرستیال ښاغلي نقیب الله سالارزی، په اجرایوي چارو کې د عمومي ریاست سرپرست مرستیال (سکرترجنرال) ښاغلي ډاکتر محمدنبي برهان، په حمایوي او عملیاتي چارو کې د سکرترجنرال د مرسیالانو(الحاج محمد طیب یوسفزی او ښاغلی نوروزعلي علیزاده )، په افغانستان کې د سره صلیب د کمیټې او د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون د استازو، په افغانستان کې د فولبرایټانو د ټولنې استازو، د ورته ملي ټولنو( قطر، کویټ، ترکیې، ناروې او کاناډا) د استازو، د مرکزي او سیمه ایزو دفترونو کارکوونکو، د ملي ټولنې رضاکارانو او غړو په ګډون سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مرکزي تالار کې دایره شوه.
غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه چې ورپسې د افغاني سرې میاشتې تولنې سرپرست رئیسې آغلې دوکتور نیلاب مبارز خبرې وکړي او ادلون بدلون یې د ادارې یو اصل او اړتیا وبلله، نویو مرستیالانو ته یې د مبارکۍ ترڅنګ د بریاوو هیله وکړه.
په غونډه کې د اجنډا سره سم هر یو په خپل وار سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رهبرۍ له اعتماد څخه د مننې ترڅنګ ژمنه  وکړه؛ ترڅو ورسپارل شوې چارې لا ګړندۍ او په بشپړه روڼتیا او صداقت سره پرمخ یوسي.
د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون سرپرست ډاکتر آروین، د رهبرۍ نوی ټیم؛ پیاوړی او ژمن ټیم وباله او د عمومي رئیس، نوي ټیم او ټولو همکارانو لپاره یې د بري هیله وکړه. او همدارنګه یې له سرې میاشتې سره د نړیوال فدراسیون د هر اړخیزو مرستو څخه ډاډ ورکړ. غونډه په دعایې سره پای ته ورسیده.

Latest news

Wed, Jul 08 2026 6:48 PM
Background image

Bamyan: Capacity-Building Workshop Concludes for 23 Staff Members and Volunteers

Wednesday, July 7, 2026

 

The ARCS concluded a two-day capacity-building workshop for 23 staff members and volunteers at its Bamyan provincial branch with the distribution of. . .

Wed, Jul 08 2026 4:40 PM
Background image

Kabul: Discussions Held on Providing Medicines for Cardiac and Mental Health Patients

Wednesday, July 7, 2026

 

Sheikh-ul-Hadith Shahabuddin Delawar, General President of the ARCS, met with a number of Uzbek businessmen in his office to discuss the provision of the. . .

Wed, Jul 08 2026 9:47 AM
Background image

Comprehensive Health Services Provided to Thousands of Patients in Herat

Wednesday, July 8, 2026

 

Medical staff of the ARCS have provided health services to thousands of patients across various districts and villages of Herat Province over the past 30. . .

BACK TO NEWS