پکتیکا کې له ۵۰۰ بې وزله کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

سې شنبه، ۲٧ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په وازه خوا ولسوالۍ کې له ۵۰۰ بې وزله کورنیو سره د ٢٢ ټنه خوراکي توکو او غير خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته په خوراکي توکو کې (اوړه، غوړي، وریژې، بوره، لوبیا، دال، مکروني، مۍ، مالګه او بیسکوټ) او په غير خوراکي توکو کې د کاليو مينځلو شامپو او د لاس مينځلو صابونونه ورکړل شول.