په پروان کې له ١٢٠٠ سیلابځپلیو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرسته!
د افغاني سرې میاشتې ټولڼې د پروان څانګې له لوري د روان ١٣٩٩ لمریز کال د لیندۍ پر ٢۷ نېټه، د یاد ولایت په بیلابیلو ولسوالیو او سیمو کې ١٢٠٠ سیلاب ځپلیو او اړمنو کورنیو ته د اووه قلم مرستندویه خوراکي توکو:(وریژو، غوړیو، لوبیا، چایو، بورې، مالګې او بسکویټو) د ویش لړۍ پیل شوه، چې په څو ورځو کې به بشپړه شي.