د پنځمې ښوونیزې حوزې د ښوونکو لپاره د پوهاوي جلسه!
د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال غورځنګ د پیژندنې،موخو او بشرپاله مرستو په اړه د کابل ښار د پنځمې ښوونیزې حوزې د (۸۰) تنه ښځینه او نارینه ښوونکو لپاره د پوهاوي څلور ورځنۍ غونډه د روان ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ میاشتې له ۹تر۱۲ نیټې پورې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مرکزي دفتر کې دایره شوه.