کابل!

افغاني سرې مياشتې د صفر د میاشتې په ۱۱ مه یو ځل بیا ۴۲ تنه د سوري زړه په رنځ اخته ماشومان د درملنې او عملیاتو په موخه پلازمېنه کابل کې څلورو داخلي روغتونونو ته ور وپېژندل.د يادونې وړ ده چې افغاني سرې مياشتې په تېرو څه باندې ۱۳ میاشتو کې د سوري زړه په رنځ اخته ۱۷۰۱ ماشومان بېلابېلو روغتونونو ته ور پېژندلي دي.