کابل؛ د افغاني سرې میاشتې او جاپان سور صلیب ترمنځ د بشري همکاریو پر دوام ټینګار وشو
پنجشنبه، ۱٨ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د جاپان سور صلیب د مشر د نړیوالو چارو له ځانګړي استازي ښاغلي یاسو تاناکا سره په آنلاین ناسته کې د بشري همکاریو، دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او ګډو فعالیتونو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
ناسته کې ښاغلي دلاور د جاپان سور صلیب له خوا اړمنو، بې سرپرسته مېرمنو، ماشومانو او د هغوی د کورنیو ځان بسیاینې، روزنیزو پروګرامونو، د کونړ زلزله ځپلو سره د مرستو او اقلیمي بدلون برخه کې د ترسره شوو مرستو مننه وکړه.
نوموړي د افغاني سرې میاشتې د بشري او روغتیايي خدمتونو په اړه معلومات شریک کړل او ویې ویل چې دغه اداره په قلبي روغتون کې د اړمنو کورنیو د زړه سوري په ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنې سربېره د کابل مرکزي روغتون، بنسټيزو کلینیکونو او ګرځنده روغتيايي ټیمونو له لارې هم هره ورځ لسګونو ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
هغه زیاته کړه، دا مهال د هېواد په اووه سیمه ییزو زونونو کې شاوخوا ۱۵۰۰ رواني ناروغان تر درملنې لاندې دي او نږدې ۱۵۰۰ نورو ناروغانو ته په خپلو کورونو کې د درملنې او پاملرنې خدمتونه وړاندې کېږي، دغه راز نږدې ۴۵۰۰ اړمنو کورنیو ته هره میاشت د بانکي سیستم له لارې نغدې پیسې لېږل کېږي.
ښاغلي دلاور د طبیعي پېښو او بېړنیو حالاتو پر مهال د افغاني سرې میاشتې د خدمتونو او د رضاکارانو د رول په اړه هم معلومات شریک کړل. هغه وویل چې د افغاني سرې میاشتې ډېری بشري فعالیتونه د کاري شریکانو په همکارۍ ترسره کېږي او د بشري خدمتونو د لا اغېزمنتیا لپاره یې د نړیوالو شریکانو د مرستو د پراختیا او دوام غوښتنه وکړه.
له بل لوري ښاغلي تاناکا د افغاني سرې میاشتې بشري خدمتونه وستایل او ویې ویل چې د جاپان سور صلیب ژمن دی؛ څو له افغاني سرې میاشتې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
نوموړي همدا راز د بشري همکاریو پر دوام او د دواړو لورو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.
