نورستان؛ له ۲۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۲۱۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه
سې شنبه، ۲۵ ربیع الأول ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت په مرکز، پارون ښار کې له ۲۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۲۱۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
دغه مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته ۱۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
یادو کورنیو څه موده وړاندې د یوه زورور سېلاب له امله مالي او ځاني زیانونه لیدلي وو چې له امله یې له اقتصادي ستونزو سره مخ شوې وې.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم له هرې کورنۍ سره ۳۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوې وه.
افغاني سره میاشت د پېښو له امله زیانمنو کورنیو سره د مرستو رسولو په برخه کې خپلو بشري هڅو ته دوام ورکوي.
