د افغاني سرې میاشتې عمومي سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د اسلامي همکاریو د سازمان له ځانګړي استازي ښاغلي طارق علي باخیت سره لیدنه ترسره کړه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۷ - ۱۵:۲۸
مولوی مطیع الحق خالص سرپرست ریاست عمومی جمعیت هلال احمر افغانی با محترم طارق علی باخیت نماینده خاص سازمان کنفرانس همکاری های اسلامی در دفتر کارش ملاقات نمود

نن سه شنبه د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د کب پر ۱۷مه د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان له ځانګړي استازي ښاغلي طارق علي باخیت او افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان د دفتر رییس محمد سعید ال العیاش سره د افغاني سرې میاشتې د سرپرست مرستیال ملا نورالدین ترابي، د افغاني سرې میاشتې ټولنې سکرتر جنرال ښاغلي محمد نبي برهان، د ترکیې د سرې میاشتې او نړیوال فدراسیون د استازو په شتون کې لیدنه ترسره کړه.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي سرپرست رییس نوموړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد سازمان له مخکینیو مرستو او د اسلامي همکاریو په سازمان کې د مرستې له بیا اعلان مننه وکړه. ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل، چې کله هم مسلمان ملت له ستونزو سره مخ شي، نو اسلامي هېوادونو ته یې سترګې اوړي؛ مونږ د اسلامي همکاریو سازمان دا اقدام ستایو او ښه راغلاست ورته وایو او د هر ډول مرستې ډاډ ورکوو. نوموړي وویل، چې تیرې ۴۳ کلنې جګړې د افغانستان وګړو ته ډېرې ستونزې پریښې، خو په دې ورستیو کې په ځانګړې توګه کورونا وایروس هم زموږ هېواد له ګڼو ستونزو سره مخ کړی؛ مونږ غواړو خپل کړېدلي او ځورېدلي ملت ته مرستې ورسوو ترڅو له دغه ناوړه حالته را ووځي.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس وویل، چې د نړیوالې سروې پر بنسټ په افغانستان کې ۲۳ میلیونه وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، چې د هغو له جملې ۱۰ میلیونه د ټیټ عمر دي، همدا ډول د روغتیا په برخه کې زیاتو مرستو ته اړتیا ده، چې په دې برخه کې افغاني سره میاشت باید په هرو دوه ولسوالیو کې لږ تر لږه یو ګرځند روغتیایي کلینیک ولري. نوموړي وویل، چې په لومړي قدم کې ۱۱۰ ګرځنده روغتیایي ټیمونو ته ډېره اړتیا لیدل کېږي. همدا ډول د مرستونونو په برخه کې هم مرستو ته ډېره اړتیا ده، ځکه په هغو کې بې سرپرسته وګړي ساتل کېږي. مونږ په هېواد کې سلګونه زره کونډې او یتیمان لرو، چې سرپرستۍ ته اړتیا لري، مونږ هيله لرو وګړو ته د کرهڼې، سوداګرۍ، مالدارۍ په برخه کې کاري فرستونه ومومو او د څښاک پاکې اوبه ورته چمتو کړو.

ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل، چې له افغانستان سره باید ټولې مرستې له یوې واحدې مرجع ترسره شي، چې افغاني سره میاشت په دې برخه کې د مرستې ژمنه کوي.

د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي ښاغلي طارق علي باخیت د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې د اسلامي همکاریو سازمان له افغاني سرې میاشتې سره نیږدې او دوامداره اړیکې او مرستې لري او غواړو په راتلونکې کې دغو اړیکو ته لا پراختیا ورکړو؛ مونږ کوښښ کوو، چې د نړۍ په کچه مرستې راجلب او خیرپال وګړي پیدا ګړو ترڅو د افغانستان له بېوزلو او اړمنو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وکړو. مونږ په کابل کې خپل دفتر جوړ کړی او له وګړو سره مالي او بشرپالې مرستې کوو او په پام کې ده په نیږدې راتلونکي کې افغاني سرې میاشتې سره د مرستې دوه اړخیز تړون هم لاسلیک کړو.

نوموړي وويل، چې اسلامي کنفرانس د افغانستان د واحد ملت غږ دی او مونږ دې ته ترجیح ورکوو، چې د ښوونې او روغتیا په برخه کې مرسته وکړو او په دې اړه غښتلې اراده لرو؛ ترڅو افغانستان ته په خپلو مرستو کې لومړيتوب ورکړو او د افغانستان له وګړو سره مرسته وکړو.

ښاغلي طارق علي باخیت وویل، چې مونږ په دې لټه کې یو ترڅو د افغانستان وګړو لپاره بشرپالې مرستې راجلب کړو، چې په دې برخه کې په دې وروستیو کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت له لوري راسره د مرستې ژمنه شوې.

مولوی مطیع الحق خالص سرپرست ریاست عمومی جمعیت هلال احمر افغانی با محترم طارق علی باخیت نماینده خاص سازمان کنفرانس همکاری های اسلامی در دفتر کارش ملاقات نمود

 

مولوی مطیع الحق خالص سرپرست ریاست عمومی جمعیت هلال احمر افغانی با محترم طارق علی باخیت نماینده خاص سازمان کنفرانس همکاری های اسلامی در دفتر کارش ملاقات نمود

 

مولوی مطیع الحق خالص سرپرست ریاست عمومی جمعیت هلال احمر افغانی با محترم طارق علی باخیت نماینده خاص سازمان کنفرانس همکاری های اسلامی در دفتر کارش ملاقات نمود

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۴۰
Background image

فاریاب کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۱۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د فاریاب ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۹۴۱ تنو ناروغانو ته د معاینې، درملو د ورکړې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۹:۲۶
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د چارو ادارې له لوی رئیس سره د بشري همکاریو په اړه وکتل

سې شنبه، ۱۴ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن په خپل کاري دفتر کې د چارو ادارې له لوی رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث نورالحق انور او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۶:۱۸
Background image

کابل؛ د اغېزمن غبرګون لپاره د چمتووالي د موندنو د تحلیل او تائید څلور ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده

سې شنبه، ۱۴ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د اغېزمن غبرګون لپاره د چمتووالي (PER) د ارزونې، تحلیل او تایید په موخه جوړه شوې څلور ورځنۍ غونډه، د هر اړخیزو بحثونو او پرېکړو له. . .

BACK TO NEWS