کابل؛ کارکوونکو ته د مالي محاسبې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۴۹
K

سې شنبه، ۲۱ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري، د ناروې سره صلیب په مالي ملاتړ، په مرکزي دفتر کې د مالي ریاست، د زړه روغتون، مرکزي روغتون او کنټرول آمریت ۲۰ تنو کارکوونکو ته د مالي محاسبې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

د ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د مالي چارو رئیس ښاغلي حافظ شبیر احمد عثماني د اسلام له نظره د مالي چارو د سالم مدیریت پر اهمیت خبرې وکړې. نوموړي وویل، ژمنتیا، امانتداري او مسلکیتوب د هرې ادارې د بریالي او اغېزمن فعالیت بنسټونه دي. هغه د حضرت یوسف علیه السلام د ژوند بېلګه وړاندې کړه او زیاته یې کړه، چې نوموړی د خپلې وړتیا، امانتدارۍ او صداقت له امله د مالي چارو د مدیریت مسؤولیت ته وټاکل شو.

نوموړي د علمي او مسلکي وړتیاوو پر لوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې زده‌کړه د فردي او اداري پرمختګ بنسټ دی او د مالي چارو د روڼتیا، اغېزمنتیا او مسؤولانه مدیریت په پیاوړتیا کې مهم رول لري. هغه له ګډونوالو وغوښتل، چې له دې روزنیز فرصت څخه اعظمي ګټه واخلي او خپلې علمي او مسلکي وړتیاوې لا پیاوړې کړي.

په دې شپږ ورځني ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د مالي محاسبې، مالي مدیریت، مالي راپور ورکونې، بودیجې جوړونې، روڼتیا او له کاري شریکانو سره د مالي همغږۍ په اړه نظري او عملي روزنې وړاندې شي.

تمه ده، چې د دې ورکشاپ له بشپړېدو وروسته به د ګډونوالو مسلکي وړتیاوې لا پیاوړې او د مالي چارو د مدیریت، حساب ورکونې او روڼتیا کچه به نوره هم لوړه شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۶:۲
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې په قلبي روغتون کې د VSD ناروغانو ٨ عملیاتونه ترسره شول

سې شنبه، ٨ جمادى الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې اړوند قلبي روغتون کې د زړه د بطینونو ترمنځ د پردې د نقیصې یا سوري (VSD) لرونکو ۸ ماشومانو عملیات ترسره شول.

د یاد روغتون د فعالیتونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۳۷
Background image

ننګرهار؛ پر ۱۰۰۰ اړمنو بزګرانو ۲۳ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۷ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې پر ۱۰۰۰ اړمنو بزګرانو ۲۳ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د سره صلیب نړیوالې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۳۵
Background image

پروان؛ ۱۴۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې

دوشنبه، ۷ جمادی الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت د شینواري، سیاه ګرد او بګرام ولسوالیو ۱۴۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

BACK TO NEWS