زابل؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال له ولایتي څانګې او روغتیايي مرکز څخه لیدنه وکړه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۷:۷
Z

یکشنبه، ۱۹ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، د خپل کاري سفر په ترڅ کې د زابل ولایت له ولایتي څانګې څخه لیدنه وکړه.

د لیدنې پر مهال نوموړي د زابل د ولایتي څانګې له رئیس، الحاج ملا عبدالمنان فاروق سره د ولایتي څانګې د فعالیتونو، شته ننګونو او لومړیتوبونو په اړه خبرې وکړې. د ولایتي څانګې رئیس د خدمتونو د وړاندې کولو پر مهال شته ستونزې او اړتیاوې له نوموړي سره شریکې کړې.

ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته ډاډ ورکړ، چې د امکاناتو په چوکاټ کې به د یادو ستونزو د هواري لپاره لازم اقدامات ترسره شي. نوموړي ټینګار وکړ، چې افغاني سره میاشت د زابل ولایت د بشري او روغتیايي خدمتونو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کوي.

ورپسې نوموړي د ولایتي څانګې اړوند له روغتیايي کلینیک او ګودامونو څخه هم لیدنه وکړه او مسؤولینو او کارکوونکو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د بشرپالنې او بې‌ طرفۍ د اصولو په رعایتولو سره اړمنو هېوادوالو ته خپل خدمات په لا ښه او اغېزمن ډول وړاندې کړي.

د یادې لیدنې موخه د ولایتي څانګې د فعالیتونو ارزونه، د شته اړتیاوو له نږدې څېړل او د بشري خدمتونو په ښه ډول وړاندې کولو لپاره د لازمې همغږۍ پیاوړتیا وه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۷:۷
Background image

زابل؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال له ولایتي څانګې او روغتیايي مرکز څخه لیدنه وکړه

یکشنبه، ۱۹ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، د خپل کاري سفر په ترڅ کې د زابل ولایت له ولایتي څانګې څخه لیدنه وکړه.

د لیدنې پر مهال نوموړي د زابل د ولایتي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۳:۱۵
Background image

بلخ؛ ۱۵۳۰ کاریګرو ته د نږدې اته میلیونه افغانیو د مزد د ورکړې لړۍ پیل شوه

یکشنبه، ۱۹ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت په کشنده، شولګره، البرز او مارمل ولسوالیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو د پروګرام په چوکاټ کې ۱۵۳۰ تنو مسلکي او غیرمسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۹:۸
Background image

تخار؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

یکشنبه، ۱۹ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د تخار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۰۲۳ تنو ناروغانو ته د معاینې، درملو د ورکړې، د. . .

BACK TO NEWS