زابل؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال له ولایتي څانګې او روغتیايي مرکز څخه لیدنه وکړه
یکشنبه، ۱۹ المحرم ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، د خپل کاري سفر په ترڅ کې د زابل ولایت له ولایتي څانګې څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې پر مهال نوموړي د زابل د ولایتي څانګې له رئیس، الحاج ملا عبدالمنان فاروق سره د ولایتي څانګې د فعالیتونو، شته ننګونو او لومړیتوبونو په اړه خبرې وکړې. د ولایتي څانګې رئیس د خدمتونو د وړاندې کولو پر مهال شته ستونزې او اړتیاوې له نوموړي سره شریکې کړې.
ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته ډاډ ورکړ، چې د امکاناتو په چوکاټ کې به د یادو ستونزو د هواري لپاره لازم اقدامات ترسره شي. نوموړي ټینګار وکړ، چې افغاني سره میاشت د زابل ولایت د بشري او روغتیايي خدمتونو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کوي.
ورپسې نوموړي د ولایتي څانګې اړوند له روغتیايي کلینیک او ګودامونو څخه هم لیدنه وکړه او مسؤولینو او کارکوونکو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د بشرپالنې او بې طرفۍ د اصولو په رعایتولو سره اړمنو هېوادوالو ته خپل خدمات په لا ښه او اغېزمن ډول وړاندې کړي.
د یادې لیدنې موخه د ولایتي څانګې د فعالیتونو ارزونه، د شته اړتیاوو له نږدې څېړل او د بشري خدمتونو په ښه ډول وړاندې کولو لپاره د لازمې همغږۍ پیاوړتیا وه.
