هرات؛ ۶۰ زلزله ځپلو کورنیو ته د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت استوګنیز کورونه وسپارل شول

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۸:۶
Hr

پنجشنبه، ۲۵ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ د بیدک مراد کوهي کلي ۶۰ زلزله ځپلو کورنیو ته د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت نوي استوګنیز کورونه جوړ او وسپارل شول.

د دغو کورونو د سپارلو په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د لویدیځ زون رئيس الحاج ډاکټر عبد البصیر رحماني، د اړوندو نمایندګیو رئیسانو، د هرات ولایت مقام پلاوي، د ګلران ولسوالۍ مسؤولینو، سیمه ییزو مشرانو او د سیمې اوسېدونکو ګډون درلود.

د مراسمو په پیل کې د افغاني سرې میاشتې د لویدیځ زون رئیس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د استوګنیزو کورونو د جوړولو د پروژې په اړه یې معلومات وړاندې کړل. نوموړي وویل، چې دغه پروژه د افغاني سرې میاشتې له لوري د زلزله ځپلو کورنیو د ملاتړ او سر پنا برابرولو په موخه پلې شوې ده.

ورپسې د افغاني سرې میاشتې مرستیال د مرستندویه ادارو او سیمه‌ییزو مسؤولینو له همکاریو مننه وکړه او د هرات زلزله ځپلو لپاره یې د افغاني سرې میاشتې د بشري مرستو، سرپناه او رغنیزو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

نوموړي وویل، چې افغاني سره میاشت د زلزلې له لومړیو شېبو د ژغورنې، روغتیايي خدمتونو او بشري مرستو له لارې د زیانمنو خلکو ترڅنګ ولاړه وه. هغه زیاته کړه، چې د ګلران ولسوالۍ د ۶۰ بابه نويو استوګنیزو کورونو جوړول د رغنیزو او سرپناه پروژو یوه مهمه برخه ده، چې د زلزله ځپلو کورنیو د سرپناه ستونزې د حل په موخه عملي شوې ده.

په پای کې د ګلران ولسوالۍ مقام د زلزله ځپلو او نورو اړمنو هېوادوالو د ملاتړ په برخه کې د افغاني سرې میاشتې د ارزښتمنو خدمتونو د قدردانۍ په موخه د دې ادارې مسؤولینو ته ستاینلیکونه ورکړل.

د یادونې وړ ده، چې دغه پروژه د چین سره صليب، په افغانستان کې د چین سفارت، په قطر کې د مېشتو افغانانو او د اسلامي همکاریو سازمان په مالي ملاتړ تمویل شوې او د صمیم قاسمي ساختماني شرکت له لوري د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ د بیدک مراد کوهي په کلي کې پلې شوې ده.

افغاني سره میاشت هڅه کوي د سرپناه او رغنیزو پروژو له لارې د طبیعي پېښو له زیانمنو کورنیو سره د دوامدار ملاتړ زمینه برابره او د هغوی د باثباته ژوند لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۳
Background image

تخار؛ د ۷۹ کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بهارک او اشکمش ولسوالیو کې ۷۹ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په لړ کې ۱ میلیون او ۲۷ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۴
Background image

کندز؛ له ۱۲ راستنو شویو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه لپاره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۱۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه.

یادې کورنۍ د استوګنې له ستونزو سره مخ وې، چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۷
Background image

هرات؛ ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ د قلعه نوک او طاغونکوه کلیو ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د. . .

BACK TO NEWS