کابل؛ د لوی اختر په مناسبت ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو ته د قربانۍ غوښه ووېشل شوه
چهارشنبه، ۱۰ ذو الحجه ۱۴۴۷
د لوی اختر په مناسبت، د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو ته ۱۰ ټنه د قربانۍ غوښه ووېشل شوه.
د یادې مرستې له مخې ۱۰۰۰ کورنیو ته د ترکیې سرې میاشتې او ۱۰۰۰ نورو کورنیو ته د ترکيې دیانت خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د قربانۍ غوښه ورکړل شوه، چې هرې کورنۍ ۵ کیلو غوښه ترلاسه کړه.
د غوښې د وېش په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، په افغانستان کې د ترکیې سفیر، د ترکیې سرې میاشتې استازو، د دیانت خیریه بنسټ مسؤولینو، د افغاني سرې میاشتې د مرکزي دفتر یو شمېر رئیسانو، کارکوونکو او رضاکارانو ګډون درلود.
د مرستې د وېش پر مهال د افغاني سرې میاشتې مرستیال د ترکیې سرې میاشتې او دیانت خیریه بنسټ له دوامدارو او هر اړخیزو همکاریو مننه وکړه او ویې ویل، دا ډول مرستې د بېوزلو او اړمنو کورنیو د لاسنیوي ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او همدردۍ اړیکې هم لا پیاوړې کوي.
همدارنګه، په افغانستان کې د ترکیې سرې میاشتې مسؤول ښاغلي نعیم الله کریمي وویل، د ترکیې سره میاشت تل د افغان ولس ترڅنګ ولاړه ده او هڅه کوي په هر ډول حالاتو کې د اړمنو او بېوزلو کورنیو لاسنیوی وکړي.
د یادونې وړ ده، چې سبا ورځ به هم د ترکیې سرې میاشتې په ملاتړ پر ۶۰۰ اړمنو کورنیو ۳ ټنه د قربانۍ غوښه ووېشل شي.
افغاني سره میاشت هڅه کوي د همکارو بنسټونو په همغږۍ د بشري مرستو لړۍ لا پراخه او اړمنو هېوادوالو ته لا اغېزمن خدمات وړاندې کړي.
