سرپل کې ۵۰۰ کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۸:۵۲
S

شنبه، ۲۲ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سرپل ولایت د مرکز اړوند د بالاکېنت سیمې او سانچارک ولسوالۍ ۵۰۰ راستنو شویو او سېلاب ځپلو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه.

دغه مرسته د ازبکستان هېواد په ملاتړ چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ لېټره غوړي، ۱۸ کیلو وریژې، ۹ کیلو بوره، ۹.۵ کیلو مکروني، ۳۸ پاکټه آش، ۵ کیلو بسکویټ، یو جوړ څپلۍ او یو شمېر نور اړین توکي ووېشل شول.

تمه ده، دغه مرسته به د یادو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمنه تمامه شي.

افغاني سره میاشت هڅه کوي راستنو شویو او د طبيعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته د بشري مرستو له لارې د هغوی لومړنۍ اړتیاوې پر وخت پوره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۱۵
Background image

کونړ؛ د وروستۍ بمبارۍ د دوو قربانیانو له کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

سې شنبه، ۹ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د وروستۍ بمبارۍ د دوو قربانیانو له کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

د بمبارۍ له امله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۰
Background image

پکتیکا؛ د اوبو مدیریت او د خلکو د اقتصادي ملاتړ په موخه د ۳ میلیونه افغانیو پروژه پیل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په منګړیتي سیمه کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دغې. . .

BACK TO NEWS