ننګرهار کې ۲۵۰ بې‌ سرپرسته اړمنو کورنیو ته د څه باندې ۱۹ ټنه خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۷:۱۶
N

سې‌شنبه، ۱۸ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ ۲۵۰ بې‌ سرپرسته او اړمنو کورنیو ته ۱۹.۲۵۰ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته، چې د ترکیې سرې میاشتې په مالي ملاتړ برابره شوې وه، له مخې یې هرې کورنۍ ته ۷۷ کیلو ګرامه خوراکي توکي ورکړل شول. 

په دغو توکو کې ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیتره غوړي، ۱۰ کیلو وریژې، ۵ کیلو لوبیا، ۲ کیلو بوره، ۲ کیلو مکروني، نیم کیلو شین چای، یو بوتل د روميانو رُب او درې پاکټه بسکټ شامل وو.

تمه ده چې دغه مرسته به د یادو کورنیو د خوراکي توکو د لنډمهاله اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمنه تمامه شي.

افغاني سره میاشت د طبیعي پېښو او بېړنیو حالاتو پر مهال د زیانمنو او اړمنو کورنیو ملاتړ خپل لومړیتوب ګڼي او هڅه کوي د هغوی لومړنۍ اړتیاوې پر وخت پوره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۱۶
Background image

کابل؛ د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ځوانانو او رضاکارانو، روغتیايي خدمتونو او پېښو ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ته د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

کونړ کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۹۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS