کابل؛ افغاني سرې میاشتې د سترګو ناروغ ماشوم سره د درملنې لپاره نغدي مرسته وکړه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۲۱:۳۷
K

دوشنبه، ۱۰ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور په هدایت، د تخار ولایت له یوه ماشوم سره، چې د سترګو په سختې ناروغۍ اخته و، د درملنې لپاره نغدي مرسته وشوه.

یاد ماشوم، چې د سترګو له سرطان څخه کړېده، د درملنې د وس نشتوالي له امله یې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې وه.

د عمومي رئیس د لارښوونې پر اساس مرکزي دفتر ته راوبلل شو او د نوموړي پلار ته د نغدي مرستې ترڅنګ په راتلونکي کې د لا زیاتو همکاریو ډاډ هم ورکړل شو.

د افغاني سرې مياشتې د مشرتابه دغه اقدام د اسلامي او انساني همدردۍ او د هېوادوالو پر وړاندې د مسؤولیت د احساس ښکارندویي کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۲۸
Background image

پکتیا؛ له ۲۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت په ځاځي آریوب ولسوالۍ کې له ۲۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

دغه مرسته، چې د المان سولې کلي له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۲۰
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې، سره صلیب نړیوالې کمېټې او نړیوال فدراسیون ترمنځ د بشري همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشوې

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، د دې ادارې په مرکزي دفتر کې د افغانستان لپاره د سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۳۷
Background image

کونړ؛ څه باندې ۱۰ زره ناروغان له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د کونړ ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۵۰۸ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS