د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د لویدیځ زون د مرستون او د رواني روغتیا مرکز ارزونه وکړه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۱:۵۲
H

یکشنبه، ۱۱ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، هرات کې د لویدیځ زون په کچه له مرستون او د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه لیدنه وکړه.

نوموړي په مرستون کې د مېشتو اړمنو او بې‌ سرپرسته کورنیو د وضعیت او اړتیاوو تر ارزونې وروسته، د رواني ناروغانو لپاره د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو کیفیت، تفرېحي اسانتیاوې، پخلنځي او استوګنځایونه هم وکتل.

 ښاغلي دلاور د مرکز له مسؤولینو وغوښتل چې له ناروغانو سره پر ښه چلند، نېکې رویې او د چاپېریال پر پاکوالي جدي پاملرنه وکړي او د هغوی ترسره کېدونکي خدمتونه یې وستایل.

هغه وویل: افغاني سره میاشت به د رواني ناروغانو د لا ښې پاملرنې لپاره د درملنې او هر اړخیزو خدمتونو د پراختیا په موخه لازم ګامونه واخلي او هڅه به وکړي چې یادو ناروغانو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.

د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس له لوري دا ډول له نږدې لیدنې او ارزونې د خدمتونو د واقعي وضعیت په درک او د کیفیت په ښه‌والي کې مهم رول لري.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۲۳ - ۱۶:۴۴
Background image

لوګر؛ د ترافیکي پېښې د قربانيانو له کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

جمعه، ۳۰ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په لوګر ولایت کې له هغو ٣ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، چې څه موده وړاندې له پاکستان څخه د راستنېدو پر مهال یې د کډې بار موټر په لغمان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۹:۴۰
Background image

کندز؛ د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې پیل شوې

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۷:۵۶
Background image

ننګرهار؛ د ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په ننګرهار ولایت کې د ترافیکي پېښې د ۹ قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

BACK TO NEWS