د کار موندنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
Location
کابل، پکتیکا
د دندې عنوان: ښځينه رواني سلاکاره
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
د دندې ځای: پکتیکا، کابل
د بست ډول: قراردادي
د بستونو شمېر: ۲
جنسیت: اناث
کاري وخت: پوره ورځ
د معاش کچه: ۳۵ زره افغانۍ
د بست کوډ نمبر : hr@0235
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۷/۱۰/۱۸
۱۴۰۵/۱/۱۶
2026/6/Apr
د دندې موخه:
د رواني ټولنیز ملاتړ خدمتونه (لومړنۍ رواني مرستې) وړاندې کول، د ګرځنده روغتیایي ټیم او رضاکارانو تر منځ همغږي رامنځته کول، په ټولنه کې له خلکو، مشرانو او د شورا ګانو له مسؤولینو سره همغږي او اړیکې تامینول او ګټه اخیستونکو ته د راجع کولو اسانتیاوې برابرول.
• اصلي مسؤولیتونه:
• د رضاکارانو لپاره د MHPSS سیمه ییز فعالیتونه چمتو کول، د هغوی د پوهاوي کچه لوړول، سپورت، تفریحي او ټولنیزو فعالیتونو ته هڅول.
• ټولنو ته د افغاني سرې میاشتې د طبي او MHPSS خدمتونو په اړه دقیق معلومات ورکول.
• ډاډ تر لاسه کول، چې په بېړنۍ روغتیا کې د خوندیتوب، جنډر او شمولیت لږ تر لږه معیارونه د وقار، لاس رسي، ګډون او خوندیتوب له چوکاټ سره سم برابر دي.
• د ټولنې او شورا له مشرانو سره همغږي او اړیکې نیول؛ څو د MHPSS خدمتونه په ښه شکل وړاندې شي.
• پېښځپلو وګړو ته د رواني مرستو لومړني خدمتونه وړاندې کول.
• د MHPSS او خوندیتوب د موضوعاتو لکه د رواني ستونزو، د مثبتې او منفي مقابلې مېکانیزمونو، د فشار مدیریت، له مخدره توکو د ځان ساتنې او د هغو د ناوړه پایلو په اړه د عامه پوهاوي غونډې دایرول.
• اړونده برخو کې د عملیاتو او خدمتونو ترسره کولو نقشه برابرول لکه روغتیایي، رواني، سرپناه، واش، خوندیتوب، معیشت، راحت او نور.
• د عملیاتو په ساحه کې د شریکانو تر منځ د راجع کولو د شبکې په پراختیا کې مرسته کول.
• هغه ماشومان او لویان پېژندل، چې د ټولنې ملاتړ یا د خوندیتوب ځانګړو خدمتونو ته اړتیا لري.
• هغه اشخاص او کورنۍ تعقیبول چې دوامداره او اوږدمهاله مرستو ته اړتیا لري.
• د ناوړه ګټې اخیستنې، استحصال او غفلت د قضیو د راپور ورکولو لپاره سیستمونو ته پراختیا ورکول.
• د رواني روغتیا متخصص ته ځانګړو خدمتونو ته اړتیا لرونکي اشخاص ورپېژندل او راجع کول.
• د متمرکز غیر متخصص MHPSS خدمتونو ته اړتیا لرونکي اشخاص پېژندل او راجع کول.
• په ټولنه کې تکراري رواني ټولنیز مسایل په ګوته کول او د حل لپاره یې هڅې کول.
• د ټولنې پر بنسټ د MHPSS روزنیزو برنامو په چمتو کولو او MHPSS د ظرفیت لوړونې په پروګرامونو کې برخه اخیستل.
• د MHPSS څانګې له مسؤول سره همغږي او همکاري کول.
• د MHPSS برخې هغو رضاکارانو لپاره چې له MHT سره کار کوي، د خپلو فعالیتونو ورځني، اونیز او میاشتني پلانونه چمتو کول.
• د MHPSS د څانګې مسؤول ته اونیز او میاشتینی راپورونه ورکول.
• د مستقیم څارونکي او لاین مدیر له لوري سپارل کېدونکې دندې تر سره کول.
د دندې شرایط:
• د ښووني او روزني پوهنځي د سایکولوژۍ له څانګي فارغ وي اویا د MHPSS په برخه کې ډیپلوم او Medical background ولري.
• رواني ټولنیز کورسونه یې لوستي وي.
• په ملي ژبو ( پښتو او فارسي) د خبرو کولو وړتیا ولري، په انګلیسي ژبه پوه کس ته ترجیح ورکول کېږي.
• د رواني سلاکار په صفت لږ تر لږه یو کلنه کاري تجربه ولري.
ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.
برېښنا لیک:
hr@arcs.af
د اړیکې شمېره:
0701436832
یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.