فراه؛ د نږدې ۱۹.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د افغاني سرې میاشتې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۴:۲۸
فراه روغتون

شنبه، ۱۰ شوال ۱۴۴۷

فراه ولایت کې د افغاني سرې میاشتې نمایندګۍ د ریاست نوې اداري ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسماً پرانیستل شوه.

په یادو مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د فراه ولایت والي ښاغلي ملا محمد حافظ مجاهد، د لویدیځ زون او د اړونده نمایندګیو رئیسانو او یو شمېر نورو ولایتي چارواکو ګډون درلود.

ښاغلي دلاور په خپلو خبرو کې وویل: یاده ودانۍ د بیت المال شتمني ده او د هغې ساتنه او سم کارول جدي پاملرنې ته اړتیا لري. نوموړي زیاته کړه، چې د دې ودانۍ جوړولو موخه یوازې اداري اړتیاوو پوره کول نه دي، بلکې د زیانمنو خلکو لپاره به د خدماتو د کیفیت لوړولو او د بشري مرستو په چټک او اغېزمن رسولو کې مهم رول ولوبوي.

ورپسې د فراه والي هم د افغاني سرې میاشتې له مشرتابه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د دې ولایت خلکو ته دې لا زیاته پاملرنه وشي او د مرستو کچه دې پراخه شي.

د یادونې وړ ده، چې یاده څلور پوړیزه ودانۍ د ۱۰ میاشتو په موده کې بشپړه شوې ده او ټولیز لګښت پرې ۱۹،۲۶۶،۰۸۹ میلیونه افغانۍ راغلی دی.

د دې ودانۍ د پرانیستې موخه دا ده، چې هېوادوالو ته بشري خدمتونه په منظم او مؤثر ډول وړاندې شي او مرستې په سمه توګه ورته ورسول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۸:۱۲
Background image

تخار؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال له ولایتي څانګې لیدنه وکړه

پنجشنبه، ۱۳ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د خپل کاري سفر په ترڅ کې تخار ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ادارې له ولایتي څانګې څخه لیدنه وکړه.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۹:۵۴
Background image

بلخ؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال: د بې‌ سرپرستو او اړمنو خدمت زموږ اساسي مسؤولیت دی

چهارشنبه، ۱۲ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، بلخ ولایت ته د خپل سفر په دوام د شمال زون په کچه د دې زون ریاست، د بلخ نماینده ګۍ، مرستون او د رواني. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۵۲
Background image

بلخ؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د رواني ناروغانو د ساتنې مرکز ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱۲ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شمال زون په کچه د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز ارزونه وکړه.. . .

BACK TO NEWS