زابل کې ۶۰۰ اړمنو کورنیو ته د روژې په مناسبت د خُرما مرسته ووېشل شوه
چهارشنبه، ۸ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د زابل ولایت د مرکز قلات ښار د بېلابېلو ناحیو پر ۶۰۰ بېوزلو او اړمنو کورنیو ۲.۶ ټنه خُرما ووېشله.
دغه مرسته چې د روژې په مناسبت ترسره شوه، موخه یې په دې مبارکه میاشت کې د یادو کورنیو لپاره د روژه ماتي پر مهال د اسانتیا برابرول دي.
ياده مرسته چې د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري چمتو شوې وه، پکې هرې کورنۍ ته ۴ کيلو خُرما ورکړل شوه.
