هرات؛ پر ۱۵۰ بې سرپرسته کورنیو د ځان بسياینې لپاره ۳.۹ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۴:۲۲
hr

سې شنبه، ۲۹ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په هرات کې پر ۱۵۰ راستنو شوو بې‌ سرپرسته کورنیو د ځان‌ بسياینې او کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره ۳.۹ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.
دا مرسته د لویدیځ زون په مرستون کې ترسره شوه، چې پکې ۱۰۰ کورنیو ته د کورنۍ پر سر ۲۴ زره او ۵۰ کورنیو ته ۳۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.
یادو کورنيو تر دې وړاندې د خیاطۍ، مالدارۍ، چرګانو ساتنې او ګلدوزۍ په برخو کې څلور میاشتنۍ حرفوي زده کړې بشپړې کړې وې.
د دې مرستې له لارې به یادې کورنۍ وکولی شي؛ څو خپل ورځني لګښتونه پوره او تر یوې اندازې پر ځان بسیا شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۰:۱۳
Background image

هرات؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

پنجشنبه، ۶ ربیع الأول ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۹۷۳ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۴:۴۲
Background image

کابل؛ ۲۱ راستنې شوې کورنۍ د ۲۲۰ زره او ۵۰۰ افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۵ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې ۲۱ راستنې شوې کډوالې کورنۍ د ۲۲۰ زره او ۵۰۰ افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

دغه مرسته د ملي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۸:۲۴
Background image

کندهار؛ ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ته ۴ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

سې‌ شنبه، ۴ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ته د نغدي مرستو د څلورم پړاو په ترڅ کې ۴ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې.

یاده. . .

BACK TO NEWS