بادغیس کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي هڅې؛ پنځه ورځنی ښوونیز ورکشاپ پای ته ورسېد

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۱:۵۰
bd

سې شنبه، ۲۲ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بادغیس ولایت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د پېښو د زیانونو کمولو د پنځو کمېټو ۶۰ غړو ته پنځه ورځنی ښوونیز ورکشاپ د اقلیمي بدلونونو د پروژې تر چتر لاندې پای ته ورسېد.
په دې ورکشاپ کې ګډونوالو ته د پېښو د زیانونو کمولو، احتیاطي تدابیرو، اقلیمي بدلون، لومړنیو روغتیايي مرستو او د حفظ‌الصحې په برخه کې مهمې زده کړې ورکړل شوې، څو د طبیعي او غیر طبیعي پېښو پر مهال د زیانونو کچه راکمه او د پېښځپلو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۶:۱۸
Background image

بدخشان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۶۷۹ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۱۵
Background image

کونړ؛ د وروستۍ بمبارۍ د دوو قربانیانو له کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

سې شنبه، ۹ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د وروستۍ بمبارۍ د دوو قربانیانو له کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

د بمبارۍ له امله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

BACK TO NEWS