بدخشان کې نن ۵۰۰ نورو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۸ - ۱۵:۲۵
بدخشان کې نن ۵۰۰ نورو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه!

نن د جمعې په ورځ د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي پر ۱۷مه د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۵۰۰ نورو جنګ ځپلو، وچکالۍ ځپلو او بې سرپرسته کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.

په یاده مرسته کې ۸ قلمه مواد شامل دي، چې په کې ۱۰۰ کیلو اوړه، ۴۹ کیلو وریژې، ۱۴ کیلو لوبیا، ۱۰ کیلو بوره، ۴ کیلو مالګه، ۲ کیلو چای، دوه قطعۍ BP۵ بسکوټ او ۲۰ لیتره غوړي شتون لري.

دوه ورځې وړاندې هم په یاده ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته یاده مرسته ویشل شوې وه. په بدخشان ولایت کې په تېره اونۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ټولټال ۱۰۰۰ کورنیو ته مرسته ویشل شوې ده.

بدخشان کې نن ۵۰۰ نورو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه!

 

بدخشان کې نن ۵۰۰ نورو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه!

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۹:۳۳
Background image

لغمان؛ له ۳۵ سېلاب‌ ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

شنبه، ۱۰ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د نورلام درې په سیمه کې له ۳۵ هغو کورنیو سره، چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، د خوراکي توکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۴۴
Background image

میدان وردګ؛ د سختو ورښتونو له امله له یوې زیانمنې کورنۍ سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ٨ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د ګوګر په کلي کې له هغې کورنۍ سره، چې د سختو ورښتونو له امله زیانمنه شوې وه، د غیر خوراکي توکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۵
Background image

لوګر کې زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

پنجشنبه، ۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د لوګر ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۷۱۰۳ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS