د راستنې شوې کورنۍ بېړنى لاسنيوى؛ خوست کې ورسره غیر خوراکي مرسته وشوه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۸:۵۴
د راستنې شوې کورنۍ بېړنى لاسنيوى؛ خوست کې ورسره غیر خوراکي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۵رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په مرکز کې له هغې تازه راستنې شوې کډوالې کورنۍ سره د لنډمهالې سرپناه په موخه د غیر خوراکي توکو بېړنۍ مرسته وشوه، چې په دې سوړ ژمي کې يې د استوګنې لپاره څه نه لرل او د سرپناه د نشتون له امله تر  شنه اسمان لاندې اوسېده.
په ترسره شوې مرسته کې ۱ خېمه، ۵ کمپلې، ۱ ترپال، ۱ د پخلنځي د توکو سیټ او ۲ د اوبو بوشکې شاملې وې.
د راستنو شوو هېوادوالو خدمت، لاسنیوی او د هغوی د ژوند د لومړنیو اړتیاوو پوره کول د افغاني سرې میاشتې له لومړیتوبونو څخه دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS