کابل؛ د افغاني سرې میاشتې لوبډلې د کابل جام د والیبال سیالیو اتلولي خپله کړه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۲
Ka

سې شنبه، ٣٠ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د والیبال لوبډلې د کابل جام د والیبال سیالیو د ۱۳م پړاو اتلولي خپله کړه. یادې سیالۍ، چې د بدني روزنې او ورزش ادارې له لوري په ملي جمنازیم کې د نهو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، د افغاني سرې میاشتې د لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.

د سیالیو په پایلوبه کې د افغاني سرې میاشتې لوبډلې د طلوع کمپلکس لوبډلې ته ۳ د ۲ پر وړاندې ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.

د دې بریا په مناسبت د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌الدین دلاور د لوبډلې لوبغاړي، روزونکي او اداري پلاوی وستایه او د هغوی هڅې، زحمتونه او ورزشي وړتیاوې یې د ستاینې وړ وبللې.

نوموړي د ورزش او سالمو سیالیو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د ځوانانو روزنه، د هغوی د وړتیاوو وده او د ورزشي استعدادونو ملاتړ د ټولنې د پرمختګ او پیاوړتیا لپاره مهم ارزښت لري.

افغاني سره میاشت د خپلو کارکوونکو او ځوانانو د ورزشي وړتیاوو د ودې او د سالمو سیالیو د دودولو په موخه د ورزشي فعالیتونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۳:۵۱
Background image

کابل؛ په کندهار کې د افغاني سرې میاشتې ۸۷۲۱.۵۶ متر مربع ځمکه مزایدې ته وړاندې شوه

پنجشنبه، ۱ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې اړوند د کندهار ښار د څلورمې ناحیې، احمد شاهي سړک، دویم بلاک کې موقعیت لرونکې ۸۷۲۱.۵۶ متر مربع ځمکه د ۲۵ کلنې پانګونې په موخه مزایدې ته وړاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۷:۱۹
Background image

پنجشېر؛ ۵۰ رضاکارانو ته د خوندي لاسرسي او رضاکارانو د مدیریت ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۲۹ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د پنجشېر ولایتي نمایندګۍ کې ۵۰ تنو رضاکارانو ته د خوندي لاسرسي او رضاکارانو د مدیریت څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۴۳
Background image

کابل؛ افغاني سرې میاشتې او ډنمارک سره صلیب د بشري همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

سې‌ شنبه، ۲۸ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، حافظ عزیزالرحمن، د ډنمارک سره صلیب د پروګرامونو او ستراتیژۍ له سلاکارې تینا اګرباک سره وکتل او د دواړو بنسټونو ترمنځ یې د بشري. . .

BACK TO NEWS