کډوالو، اړمنو او پېښځپلو لاسنیوی؛ د افغاني سرې میاشتې او ترکیې آی اېچ اېچ بنسټ ترمنځ ناسته وشوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۱۱
کډوالو، اړمنو او پېښځپلو لاسنیوی؛ د افغاني سرې میاشتې او ترکیې آی اېچ اېچ بنسټ ترمنځ ناسته وشوه

یکشنبه، ۲۱ رجب ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې د مرستیال، ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، په افغانستان کې د ترکیې د آی اېچ اېچ خیریه بنسټ د مسؤول ښاغلي سلیمان ایپلي او مل پلاوي تر منځ د کډوالو، پېښځپلو او بې سرپرسته کورنیو د لاسنیوي او همکاریو د دوام په موخه ناسته وشوه.
د افغاني سرې میاشتې مرستیال خپلو خبرو کې د ترکیې هېواد او خیریه بنسټونو مرستې د اړمنو، بې سرپرسته او زیانمنو شوو کورنیو لپاره خورا مهمې وبللې او زیاته یې کړه، چې بشري مرستې د ناورینونو د مدیریت او خلکو د ستونزو کمولو برخه کې اغېزمنې دي. نوموړي د آی اېچ اېچ خیریه بنسټ له مسؤولینو غوښتنه وکړه؛ څو د پېښځپلو او راستنېدونکو کډوالو لوړ شمېر ته په کتو خپلې مرستې لا پراخې کړي او ډاډ یې ورکړ، چې سره میاشت دې برخه کې د هر ډول اسانتیاوو برابرولو ته چمتو ده.
په افغانستان کې د ترکیې د آی اېچ اېچ خیریه بنسټ مشر د افغاني سرې میاشتې له لارې د بشري فعالیتونو د پراختیا ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه، کوښښ کوو له افغاني سرې میاشتې سره په ګډه د کډوالو، بې‌ سرپرسته او زلزله‌ ځپلو کورنیو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړو او دې برخه کې خپلې مرستې لا ډېرې کړو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۵:۶
Background image

بادغیس کې ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته د روغتیا ساتنې او لومړنیو اړتیاوو بستې ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۸ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نو ښار ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته د روغتیا ساتنې او لومړنیو اړتیاوو بستې ووېشل شوې.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۰:۴۳
Background image

هرات کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

پنجشنبه، ۱۸ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د هرات ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۹۹۵۹ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۹:۲۶
Background image

بدخشان کې څه باندې ۱۸۰۰ ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

چهارشنبه، ۱۷ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د بدخشان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۰۲۲ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS