۱۰۰ ټنه بشري مرسته؛ پکتیا کې د ١٠٠٠ راستنو شوو کورنیو لاسنیوی وشو

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۸:۵
۱۰۰ ټنه بشري مرسته؛ پکتیا کې د ١٠٠٠ راستنو شوو کورنیو لاسنیوی وشو

دوشنبه، ۱۵ رجب ۱۴۴۷
 د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لارښوونه، د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز په ګډون په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې له ۱۰۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره ۱۰۰ ټنه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته چې د ترکیې سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته په خوراکي توکو کې ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریژې، ۵ لیټره غوړي، ۱۰ کیلو نخود، ۵ کیلو بوره، ۱۰ کیلو مکروني، ۳ کیلو مالګه، ۳۵۰ ګرامه سرېلاک او په غیر خوراکي توکو کې ۱ کمپله او ۲ بوتله د لوښو مینځلو شامپو ورکړل شوه.
د دې مرستې په ترلاسه کولو سره به یادې کورنۍ وکولی شي، څو خپلې ورځنۍ چارې په ښه او منظم ډول پرمخ بوځي.
افغاني سره میاشت د خپلو اووه ګونو اصولو په رڼا کې د اړمنو، راستنو شوو کډوالو او پېښځپلو هېوادوالو لاسنیوي ته ژمنه ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۱۹
Background image

پکتیا کې پر ۶۰۰ بېځایه شویو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي مرسته ووېشل شوه

سې شنبه، ۱۳ شوال ۱۴۴۷

افغاني سرې میاشتې د پکتیا ولایت په ځاځي آریوب ولسوالۍ کې پر ۶۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشله.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۸. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۶
Background image

خوست کې ۱،۰۰۰ داخلي بېځایه شوې کورنۍ له ۱۵ میلیونه افغانیو برخمنې شوې

سې شنبه، ۱۳ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو ولسوالۍ کې ۱،۰۰۰ داخلي بېځایه شوې کورنۍ له ۱۵ میلیونه افغانیو نغدي مرستې برخمنې شوې.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۸:۵۰
Background image

ميدان وردګ؛ زرګونو ناروغانو ته معاينه، درمل او روغتيايي مشورې ورکړل شوې دي

سې شنبه، ١٣ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د ميدان وردګ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٨٣٠ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS