کابل کې د پرون په تعقیب د افغاني سرې میاشتې له لوري ۲۰۰ نورو اړمنو کورنیو ته مرسته وویشل شوه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۱ - ۱۵:۱۳
کابل کې د پرون په تعقیب د افغاني سرې میاشتې له لوري ۲۰۰ نورو اړمنو کورنیو ته مرسته وویشل شوه!

نن د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي پر ۱۱مه په کابل ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۲۰۰ اړمنو کونډو، یتیمانو، معلولینو او بې سرپرسته کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته چې د سعودي عربستان د ملک سلمان د خیریه بنسټ له لوري افغاني سرې میاشتې ته سپارل شوې وه؛ په کې اوړه، بوره، غوړي، خرما، نخود، وریژې، د پخلنځي لوښي، فرش، ترپال، پشه خانه او یو شمېر نور توکي شامل دي.

کابل ولایت کې د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري چمتو شوې مرستې تر دا مهاله د افغاني سرې میاشتې له لوري ۸۰۰ کورنیو ته ویشل شوې دي.

 

کابل کې د پرون په تعقیب د افغاني سرې میاشتې له لوري ۲۰۰ نورو اړمنو کورنیو ته مرسته وویشل شوه!

 

کابل کې د پرون په تعقیب د افغاني سرې میاشتې له لوري ۲۰۰ نورو اړمنو کورنیو ته مرسته وویشل شوه!

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۷:۳۸
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې په قلبي روغتون کې د ۲۸ ماشومانو د زړه عملیاتونه ترسره شوي

شنبه، ۲۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په قلبي روغتون کې د زړه سوري لرونکو ماشومانو د درملنې د بهیر له پیل راهیسې تر دې دمه د ۲۸ ماشومانو د زړه جراحي عملیات د کورنیو او بهرنیو متخصصو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۷:۹
Background image

لغمان؛ پر ۷۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو نږدې ۵ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

شنبه، ۲۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په نورلام دره کې پر ۷۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو د ۴.۹ ټنه خوراکي توکي مرسته ووېشل شوه.

دغه مرسته د ملک سلمان د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

بدخشان؛ ۱۵۰ سېلاب‌ ځپلې کورنۍ د ۱ میلیون او ۵۷۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

شنبه، ۲۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بدخشان ولایت د تګاب ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ۱۵۰ سېلاب‌ ځپلې کورنۍ د ۱ میلیون او ۵۷۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

دغه مرسته. . .

BACK TO NEWS