سمنګان کې پر ۳۰۰ زلزله ځپلو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۴/۸/۲۳ - ۱۳:۱۶
سمنګان کې پر ۳۰۰ زلزله ځپلو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

جمعه، ۲۳ جمادی ‌الأولی ۱۴۴۷
د ‎افغاني سرې مياشتې عمومي رئیس، ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور له مل پلاوي سره شمال زون ته د خپل سفر په ترڅ کې د سمنګان ولایت په فېروزنخچیر ولسوالۍ کې ۳۰۰ ‎زلزله ځپلو کورنيو ته درې میلیونه او یو سل و پنځوس زره (۳،۱۵۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشله، چې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
د مرستې د وېش پر مهال ښاغلي دلاور د زلزلې له امله زيانمنو کورنیو ته د دې سترې غمیزې په اړه خپل تسلیت وړاندې کړ او ژمنه يې وکړه، چې د هغو کورنیو غړي چې د زلزلې له امله شهیدان شوي دي، هرې کورنۍ ته به په نږدې ورځو کې پنځوس زره افغانۍ ورکړل شي.
په پای کې ښاغلي دلاور د نړیوالو کاري شریکانو، په ځانګړې توګه د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون څخه مننه وکړه، چې تل یې د طبیعي او غیر طبیعي پېښو پر مهال د پېښځپلو وګړو لاسنیوی کړی. هغه زیاته کړه، چې د دغو خیریه سازمانونو او نړیوالو کاري شریکانو همکاري د لویو بشري کړاوونو په وړاندې یو ستر ملاتړ دی، چې د دې مرستو له لارې د زیانمنو شوو خلکو ژوند یوه اندازه پر ځان بسیا کېدلی شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۹:۳۸
Background image

کابل؛ د ساتنې او خوندیتوب ۴۵ مدیرانو ته د امنیتي خطرونو د مدیریت پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲۷ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د مرکزي دفتر، سیمه‌ ییزو زونونو او ولایتي نماینده‌ ګیو د ساتنې او خوندیتوب ۴۵ تنو مدیرانو ته د سره صليب نړيوالې کمېټې په مالي ملاتړ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۸:۳۲
Background image

نورستان؛ پر ۲۵۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو د انساني کرامت بستې ووېشل شوې

یکشنبه، ۲۷ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت په مرکز پارون کې پر ۲۵۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو د انساني کرامت بستې ووېشل شوې.

دغه بستې د ملي ټولنو نړیوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۷:۳۸
Background image

بادغیس؛ تېره یوه میاشت کې زرګونه ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

یکشنبه، ۲۷ جمادی الأولى ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بادغیس ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۶۱۴۴ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې،. . .

BACK TO NEWS