شمال زون زلزله: چين سره صليب ۱۰۰ زره امریکایي ډالر نغدي مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۳:۵۵
شمال زون زلزله: چين سره صليب ۱۰۰ زره امریکایي ډالر نغدي مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۱ جمادي الأولی ۱۴۴۷
د چین سره صلیب له لوري د سمنګان او بلخ ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو او زیانمنو کورنیو ستونزو د حل په موخه چمتو شوې د ١٠٠ زره امريکايي ډالرو نغدي مرسته  په کابل کې د ياد هېواد سفارت د مرستيال ښاغلي باو ژو هوي په لاس د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن ته وسپارل شوه.
د نغدي مرستې د سپارلو پر مهال د افغاني سرې میاشتې مرستیال د چین او افغانستان ترمنځ د بشري همکاریو په برخه کې د اوږد مهاله همکاریو مننه وکړه او ډاډ يې وړاندې کړ چې دغه مرسته به په بشپړ شفافیت تر مستحقو کورنیو ورسول شي.
ورپسې د چین سفیر مرستیال د افغاني سرې میاشتې د بشري خدماتو او فعالیتونو ستاینه وکړه، خدمتونه یې د بې وزلو افغانانو د لاسنیوي لپاره ارزښتمن ياد کړل او هم یې د همکاریو د پراختیا ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS