سره میاشت؛ له پېښځپلو سره د مرستې مرجع!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ځانګړې اونۍ په درشل کې نن یکشنبه د روان ۱۴۰۰ کال د تلې میاشتې پر ۱۸ نیټه، یوه خیرپال او بشردوسته هیوادوال ښاغلي محمد افضل ولد ګل سلام له اړمنو او پیښځپلو وګړو سره د مرستې په موخه «۳۳۰۰» امریکایي ډالر د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص ته تسلیم کړل.