د کارموندنې خبرتیا!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۳:۵۷
kabull

Publish Date

Closing Date

Location

کابل

د دندې عنوان:  د امیندواره ښځو د روغتیا مدیره
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
بخش:   روغتیا
د دندې ځای: کابل
د بست ډول: رسمي څلورم بست
د بستونو شمېر:  ۱
جنسیت: ښڅینه
کاري وخت: پوره ورځ
د معاش کچه:  د افغاني سرې میاشتې د معاشونو له تګلارې سره سم
د بست کوډ نمبر :  HR@0094
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۷/۳/۲۶
۱۴۰۴/۶/۲۸
2025/Sep/19

د دندې موخه:
د امیندواره ښځو د روغتیا مدیره مسئولیت لري، څو د مرکزي دفتر په کچه د ټولو روغتیایي مرکزونو  د مور او ماشوم روغتیا د چارو له څارنې، ظرفیت لوړونې او صحي ارقامو له دقت څخه ډاډ ترلاسه کړي او د مور او ماشوم روغتیا د عمومي مدیرې تر مستقیم نظارت لاندې به کار کوي.

دندې او مسئولیتونه:
•     د روغتیایي مرکزونو له امرینو سره په همغږۍ د روغتیایي مرکزونو د  امیندواره ښځو د روغتیا او خدمتونو څارنه کول.
•    د نظارت پر مهال د روغتیایي مرکزونو راجستر د MAIR  سره پرتله کول او ډاډ ترلاسه کول، چې یو له بل سره سمون لري او هېڅ ډول تفاوت شتون نه لري.
•    د امیندواره ښځو د روغتیا له عمومي مدیرې سره نږدې  کار کول او د تخنیکي ټیم او روغتیایي مرکزونو کارکوونکو ته د لوړ کیفیت تخنیکي مرسته او ملاتړ برابرول.
•    د قابلو، نرسانو او ښځینه واکسناتورانو څارنه کول، څو د  مور او ماشوم د روغتیا خدمات په ښه توګه وړاندې شي.
•    روغتیايي مرکزونو کې د کارکوونکو د پوهې کچه ارزول او د هغوی د روزنې لپاره هڅې کول. 
•    د روغتیایي مرکزونو له کارکوونکو سره د خوندي چاپېریال په برابرولو مرسته کول.
•    له تخنیکي ټیم سره د امیندواره ښځو د روغتیا د شاخصونو په ټاکلو کې مرسته کول.
•    د امیندواره ښځو د روغتیا اړوند پلان جوړونې او پرېکړو لپاره دقیق، باوري او پر وخت معلومات او راپورونه برابرول.
•    وخت پر وخت د شاخصونو پر وړاندې پرمختګ ارزول، ستونزې په ګوته کول او حل لارې ورته موندل.
•    د معلوماتو راټولولو او ډیټابېس ته په داخلولو کې د روغتیایي سیستم له عمومي مدیر سره همغږي کول.
•    د خپلو فعالیتونو د میاشتنی او ربعوار راپور ترتیبول .
•    د پوهې لوړولو لپاره په غونډو/ ورکشاپونو کې ګډون.
•    د اړونده پورته آمر له لوري سپارل شوي مسئولیتونه په ښه شکل ترسره کول. 

وړتیاوې 
•         د قابلګۍ برخه د فراغت سند، چې د عامې روغتیا وزارت له لوري تایید شوی وي، درلودل.
•     په اړونده څانګه کې کم تر کمه ۳ کاله کاري تجربه لرل.
•     د کمپیوټر د پروګرامونو (MS Office) برخه کې مهارت درلودل.
•     د ښو اړیکو، همکاریو او راپور ورکولو وړتیا درلودل.
•    د هېواد په رسمي ژبو (دري او پښتو) پوهېدل او په انګلیسي ژبه د لوستلو، لیکلو او خبرو کولو مهارتونه درلودل.

ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې  برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.

برېښنا لیک:
hr@arcs.af

د اړیکې شمېره: ‪‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬
0701436832
یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله  اسناد د منلو وړ نه دي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies