قطر سره میاشت؛ افغاني سرې میاشتې سره د کونړ زلزله ځپلو لاسنيوي لپاره یو میلیون ریال مرسته کوي

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۴:۵۷
قطر سره میاشت؛ افغاني سرې میاشتې سره د کونړ زلزله ځپلو لاسنيوي لپاره یو میلیون ریال مرسته کوي

چهارشنبه، ۱۷ ربیع الأول ۱۴۴۷
په افغانستان کې د قطر سرې میاشتې مشر ښاغلي حسین احمد بوتاني او د پروګرامونو مسئول ښاغلي احمد العثماني، د افغاني سرې میاشتې له عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌الدین دلاور سره د کونړ زلزله ځپلو ته د بېړنیو بشري او روغتیايي خدمتونو د پراختیا په موخه وکتل.
عمومي رئیس د قطر هېواد او سرې میاشتې له همېشني ملاتړ مننه وکړه، قطر یې د افغانستان خواخوږی او ورور هېواد وګاڼه، د کونړ زلزله ځپلو د اړتیاوو او ستونزو په اړه یې خبرې وکړې او د بشري مرستو ترڅنګ یې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا برخه کې د مالي ملاتړ غوښتنه وکړه.
ښاغلي بوتاني د زلزلې له امله په اوښتو ځاني او مالي زیانونو خواشيني وښوده، د قطر سرې میاشتې د مشرتابه د تسلیت پیغام یې له عمومي رئیس سره شریک کړ او زیاته یې کړه، چې د زلزله ځپلو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې یو میلیون قطري ریال مرسته ځانګړې کړې ده، چې موخه یې زیانمنو ته د خوراکي اوغیر خوراکي توکو د وېش ترڅنګ د شپږو میاشتو لپاره د دوه ګرځنده روغتیايي ټيمونو فعالول دي. نوموړي نزدې راتلونکي کې د نورې نغدي مرستې د برابرولو ژمنه هم وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۹:۴۰
Background image

کندز؛ د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې پیل شوې

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۷:۵۶
Background image

ننګرهار؛ د ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په ننګرهار ولایت کې د ترافیکي پېښې د ۹ قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۷:۵۳
Background image

هرات؛ د ترکیې آی‌ ایچ‌ ایچ بنسټ ۱۱۸.۲ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د ترکیې آی‌ ایچ‌ ایچ خیریه بنسټ ۱۱۸.۲ ټنه د غير خوراکي توکو بشري مرسته په هرات ولایت کې افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.

دغه مرسته د اړمنو کورنیو د لاسنیوي او. . .

BACK TO NEWS