په کابل کې له «١٠٠» کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرسته!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د کابل څانګې له لورې د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د وږي پر ٦ نیټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست ریس ښاغلي مولوي سید صفت الله قریشي او په اجرایوي چارو کې د عمومي ریاست مرستیال(سکرترجنرال) ښاغلي ډاکتر محمدنبي رهان په حضور کې د بدخشان، کندز، تخار، بغلان او کندهار ولایتونو 100 بې ځایه شویو کورنیو ته د ترکي سرې میاشتې په مالي مرسته اووه قلمه خوراکي توکي: «وریژې، غوړي، لوبیا، چای، مکروني، مالګه او بوره » و ویشل شول.