په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د ریس د ماموریت پای!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۰ - ۱۴:۵۱
ختم ماموریت رئیس کمیته بین المللی صلیب سرخ در افغانستان!

نن سه شنبه د روان ١٤٠٠ لمریز کال د غبرګولي پر ٢٥ نیڼه په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشر ښاغلي خوان پیدرو؛ دافغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست ریسې آغلې ډاکټر نیلاب مبارز، مرستیال ښاغلي نقیب الله سالارزي، اجرایوي مرستیال( سکرترجنرال) ښاغلي ډاکتر محمد نبي برهان، د سکرترجنرال د مرستیالانو، ”د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون او د سرهصلیب نړیوالې کمیټې“ د استازو او ملي ټولنې د مرکزي دفتر د یو شمیر ریسانو په ګډون سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې اوکارکوونکو سره مخه ښه وکړه او په افغانستان کې یې دنده په رسمې ډول پای ته ورسیده. 

ښاغلي خوان پیدرو په افغانستان کې په ځانګړې توګه له افغاني سرې میاشتې تولنې سره له خپل ماموریت څخه خوښي وښوده او دایېد ځان لپاره یو ویاړ وباله. 

همدارنګه په افغانستان کې د نوموړي کړنې او لاسته راوړنې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مشرتابه له لوري وستایل شوې او د سرېمیاشتې پر نښان مزینې ډالۍ په ورکړې سره یې رخصت کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۴:۴۲
Background image

زابل؛ د افغاني سرې میاشتې د ولایتي مجامعو د نویو غړو ټاکل پیل شول

پنجشنبه، ۱۷ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په زابل ولایت کې د ولایتي مجامعو د نویو غړو د ټاکلو بهیر پیل شو، چې په لومړي پړاو کې یې د یاد ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې پنځه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۱:۲۳
Background image

بدخشان؛ ۵۰۰ زیانمنو بزګرانو ته ۱۱.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۱۷ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار په بېلابېلو ناحیو او کلیو کې ۵۰۰ هغو بزګرانو ته، چې د وچکالۍ له امله زیانمن شوي وو، ۱۱.۵. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۱:۱۹
Background image

پروان؛ له ۲۰۰ اړمنو مېرمنو سره ۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۱۷ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې د خوړو له کمښت سره مخ، له ۲۰۰ اړمنو مېرمنو سره د مرستو د پنځم پړاو په ترڅ کې دوه میلیونه. . .

BACK TO NEWS