د ترکیې سره میاشت هره ورځ د افغاني سرې میاشتې ټولنې له کوید۱۹ پنځوس بستریز روغتون سره ۵۰ -۱۰۰ بالونه اکسیجن مرسته کوي!
د روان ١٤٠٠ لمریز کال د غبرګولي پر۲۰ نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د اجرایوي مرستیال(سکرترجنرال) ښاغلي ډاکتر محمد نبيبرهان او په افغانستان کې د ترکي سرې میاشتې د استازي ښاغلي فرید ضیا ترمنځ د سرې میاشتې د کوید۱۹ پنځوس بستریز روغتوند تجهیز او کوید۱۹ ناروغانو ته د لا غوره رسیدنې په موخه دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه، چې په پالیه کې یې د ترکیې سرې میاشې ټولنېله لوري د پنځلس ورځو لپاره له یاد روغتون سره د ورځې ۵۰ بالونه اکسیجن « که په بازار کې د اکسیجن د کمښت ستونزه حل شي دورځې ۱۰۰ بالونه اکسیجن » د مرستې ژمنه وکړه او د هوکړې سره سم د اکسیجن د ورکړې لړۍ پیل شوه.