په بدخشان ولایت کې له «١٥٨» بې ځایه شویو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرسته!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د بدخشان څانګې له لورې د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ١٨، ١٩ او ٢٠ نیټه د یاد ولایت په تیشکانولسوالۍ کې له ”١٥٨“ بې ځایه شویو کورنیو سره د اووه قلمه غیر خوراکي توکو: ( د پخلنځي سیټ، روغتیایي کیټونه، خیمې، پلاستیکونه،ښځینه څادر، نارینه څادر او د ابو بوشکې) مرسته وشوه.
