له «۵۰۰» اړمنو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرسته!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د پکتیکا څانګې له لورې د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د غویي پر ١٣ نیټه د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې ٥٠٠ بې ځایه شویو، کونډو او معلولو کورنیو ته د قطر سرې میاشتې په مرسته دوه قلمه خوراکي توکي: « اوړه او وریژو » و ویشل شول.