۴۹۹ سوالګرو کورنیو ته څه د پاسه دوه ميليونه افغانۍ نغدي مرسته حواله شوه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۲۰:۸
۴۹۹ سوالګرو کورنیو ته څه د پاسه دوه ميليونه افغانۍ نغدي مرسته حواله شوه

دوشنبه، ۲۵ محرم الحرام ۱۴۴٧
 د افغاني سرې میاشتې له لوري په ننګرهار، غزني، پکتيکا او خوست ولایتونو کې له ۴۹۹ سوالګرو کورنیو (بیروني مشمولینو) سره د دوه ميليونه درې سوه دوه څلوېښت زره( ۲،۳۴۲،۰۰۰) افغانیو نغدي مرسته د عزیزي بانک له لارې وشوه.

دا کورنۍ چې د يادو ولايتونو له مرکزونو او ولسوالیو څخه راټولې شوې وې، تر  مستحق پېژندو وروسته ورته د بانکي حسابونو له لارې د سرطان میاشتې نغدي مرسته حواله شوه.

په مرسته کې ګڼ نفوس لرونکو کورنیو ته د کورنۍ په سر ۵۰۰۰،  منځني نفوس لرونکو کورنيو ته ۴۰۰۰ او کم نفوس لرونکو ته ۲۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

ياده  مرسته چې  هره میاشت د بانکي حسابونو له لارې دوى ته حواله کېږي، موخه يې د بې وزلو ملاتړ او د هغوی د ژوند د شرایطو ښه والی دى.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۴:۶
Background image

خوست؛ پر ۱۰۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۷ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت د مرکز او ځاځي میدان، باک، علیشېرو، صبریو، ګربز، نادرشاه کوټ، مندوزیو او تڼیو ولسوالیو پر ۱۰۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۷ ټنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۰:۱۷
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس له قلبي روغتون ليدنه وکړه

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

 

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د دې ادارې له لوري په نوي پرانیستل شوي قلبي روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

بغلان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۶۶۲۴ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو. . .

BACK TO NEWS