سرپرست عمومي رئیس د افغانستان لپاره د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له نوي مسئول سره وکتل

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۵۱
خبرونه

سرپرست عمومي رئیس د افغانستان لپاره د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له نوي مسئول سره وکتل

سه شنبه، ۶ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د افغانستان لپاره د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له نوي ګمارل شوي مسئول ښاغلي سمع الفخوري سره د نوموړي د مرستیال ښاغلي احمد سلیمان په شتون کې وکتل.

کتنه کې سرپرست عمومي رئیس له افغاني سرې میاشتې سره د بشري خدماتو او فعالیتونو په برخه کې په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون د اوږد مهاله مالي ملاتړ او د مخکيني مسئول د کارونو او غوره همغږۍ مننه وکړه، ښاغلي سمع الفخوري ته یې د نوي ورسپارل شوي مسئولیت مبارکي وویله او په چارو کې یې له الله جل جلاله څخه ورته د غوره خدمت او کامیابۍ غوښتنه وکړه.

دا راز ښاغلي دلاور  د هېواد په کچه د خپلواکۍ او ناپلوۍ اصولو ته پر ژمنتیا د وړاندې کېدونکو خدماتو او په ټولنه کې د افغاني سرې میاشتې د نارینه او ښځینه رضاکارانو د اهمیت په اړه له ښاغلي سمع الفخوري سره بشپړ معلومات شریک کړل او د اړمنو، بې سرپرسته کورنیو، راستنېدونکو کډوالو او ناروغانو لپاره یې د پراخو همکاریو غوښتنه وکړه.

ورپسې په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون مشر د بشري خدماتو په برخه کې د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ له هڅو ستاینه وکړه، د اړمنو وګړو د لاسنیوي لپاره یې د نړیوالو سفارتونو او ملي ټولنو له لارې د مرستو راجلبولو سربیره د ګډو فعالیتونو د لا ښه والي، اغېزمنتیا او بشري مرستو د پراختیا ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۶:۴۳
Background image

هرات؛ په څلورو ناحیو کې د افغاني سرې میاشتې د ولایتي مجامعو نوي غړي وټاکل شول

شنبه، ۱۲ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ښار په څلورمه، شپږمه، یوولسمه او پنځلسمه ناحیو کې د ولایتي مجامعو د نویو غړو د ټاکنې او پېژندنې غونډې ترسره شوې، چې په کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۳:۵۳
Background image

بلخ؛ د جګړو او وچکالۍ له امله ۱۰۰۰ زيانمن بزګرانو ته ۲۳ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

شنبه، ۱۲ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت په دولت‌ آباد ولسوالۍ کې د جګړو او وچکالۍ له امله پر ۱۰۰۰ زيانمنو بزګرانو ۲۳ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

ی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۱۳
Background image

کابل؛ د اوبو رسولو شبکو د سروې او ډیزاین ورکشاپ پیل شو

شنبه، ۱۲ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د روغتیايي خدمتونو ریاست له لوري په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ د اوبو، روغتیا ساتنې او د اوبو رسولو شبکو. . .

BACK TO NEWS