غزني ولايت کې څه باندې ٣٠٩٠٠ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۳۰ - ۱۰:۵۶
خبرونه

غزني ولايت کې څه باندې ٣٠٩٠٠ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتياپالانو د غزني ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٤٨١٧ تنو ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ ٧٧٨ تنو ټپیانو ته د پانسمان، ١٧٨٠ مېرمنو او ماشومانو ته د بېلا بېلو ناروغیو د مخنیوي او واکسینونو د تطبیق، ٨٩٣٠ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ١١٩٠ مېرمنو ته د ولادت برخه کې د خدماتو سربېره د ٢٩٦٣ ماشومانو کتنه کړې او په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته يې د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي هم ورکړي، د دې ترڅنګ ٥٣١ مېرمنو ته يې د کورنۍ د تنظیم برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

پکتیا کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

پنجشنبه، ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت په ډنډِ پټان ولسوالۍ کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د پیسو د ورکړې پروژه، چې موخه یې د ۲۹۲ مترو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغاني سرې میاشتې مشرتابه د مرکزي ریاستونو د مسئولینو سره مشورتي ناسته وکړه

پنجشنبه، ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د سکرتر جنرال عملياتي مرستیال ښاغلي مولوي روح. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۸:۱
Background image

بغلان کې پر اړمنو بزګرانو څه کم ۱۶ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

چهارشنبه، ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افعاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله له ۶۲۵ اغېزمنو شوو بزګرانو سره په ټوله کې پنځلس میلیونه او شپږ سوه پنځه ویشت. . .

BACK TO NEWS