د ستراتېژیک پلان د جوړولو   په موخه له کاري شریکانو سره تعقیبي ناسته وشوه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۸:۴۷
خبر

د ستراتېژیک پلان د جوړولو   په موخه له کاري شریکانو سره تعقیبي ناسته وشوه!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام  او د نوموړي دوو مرستیالانو  ښاغلي مولوي عبداللطيف ثابت او  ښاغلي مولوي عزت الله امین  نن چهارشنبه د ذوالقعدې میاشتې پر ۱۶ مه، ددې خیریه ملي ټولنې مرکزي دفتر کې د کاري شریکانو ( آی سي آر سي، نړیوال فدراسیون، ډنمارک او ناروې سرو صلیبونو) د مسٸولینو سره د سرې میاشتې د ستراتیژیک پلان د جوړولو او په تېرو ناستو کې په دې تړاو د همکارۍ په اړه د شویو ژمنو د تعقیب او اړینو مشورو د شریکولو په موخه بیا ځلې ناسته وکړه.

د ناستې په پيل کې سرپرست سکرتر جنرال د ستراتیژیک پلان د جوړولو  برخه کې د کاري شریکانو له ګډې همکارۍ او غوره همغږۍ څخه مننه او قدرداني وکړه او د یاد پلان د جوړولو  برخه کې یې د هېواد روان حالت، نویو تغیراتو، د ملي ټولنې ظرفیت او د وګړو اړتیاوو او لومړیتوبونو ته په پاملرنې سره لازم او بشپړ معلومات شریک کړل.

دا راز ښاغلي روح الله له افغاني سرې میاشتې سره د یادو کاري شریکانو مالي او تخنیکي همکارۍ اغېزمنې او اړینې یادې کړې.

ورپسې په افغانستان کې د  آی سي آر سي،  نړیوال فدراسیون، ډنمارک او ناروې سرو صلیبونو مسٸولینو په خپلو څرګندونو کې وویل چې نوی ستراتیژيک پلان دې د تېر هغه د نیمګړتیاوو په لرې کولو سره  د نویو شرایطو پر بنسټ ترتیب شي او په دې تړاو یې له دې خیریه ملي ټولنې سره د  همکارۍ او غوره همغږۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۹:۴۰
Background image

کندز؛ د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې پیل شوې

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۷:۵۶
Background image

ننګرهار؛ د ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په ننګرهار ولایت کې د ترافیکي پېښې د ۹ قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۷:۵۳
Background image

هرات؛ د ترکیې آی‌ ایچ‌ ایچ بنسټ ۱۱۸.۲ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د ترکیې آی‌ ایچ‌ ایچ خیریه بنسټ ۱۱۸.۲ ټنه د غير خوراکي توکو بشري مرسته په هرات ولایت کې افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.

دغه مرسته د اړمنو کورنیو د لاسنیوي او. . .

BACK TO NEWS