نورستان ولايت کې څه باندې ١١٩٠٠ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۸:۱۱
خبر

نورستان ولايت کې څه باندې ١١٩٠٠ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتياپالانو د نورستان ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٥٨٦٤ تنو ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ ٣٦٤ تنو ټپیانو ته د پانسمان، ٢٥٢٣ مېرمنو او ماشومانو ته د بېلا بېلو ناروغیو د مخنیوي او واکسینونو د تطبیق، ١٧٥٤ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ٥٢٨ مېرمنو ته د ولادت برخه کې د خدماتو سربېره د ٥٤٦ ماشومانو کتنه کړې او په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته يې د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي هم ورکړي، د دې ترڅنګ ٣٨٥ مېرمنو ته يې د کورنۍ د تنظیم برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۱۸
Background image

ارزګان؛ ۵۰۰ اړمنو بزګرانو ته ۱۱.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۱۶ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې ۵۰۰ اړمنو بزګرانو ته ۱۱.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

د افغاني سرې میاشتې له لوري ترسره شوې دغه مرسته د سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۲:۳۷
Background image

میدان وردګ؛ ۱۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې

چهارشنبه، ۱۶ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې۱۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۲:۲۲
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د قلبي روغتون له خدماتو لیدنه وکړه

چهارشنبه، ۱۶ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د دې ادارې اړوند قلبي روغتون کې د زړه سوري لرونکو ناروغانو د درملنې له بهیر او وړاندې کېدونکو. . .

BACK TO NEWS